معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵،۸ میلیونه اټکل شو

د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵،۸ میلیونه اټکل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح غونډه کې وویل، چې تېرکال د هېواد په کچه د وګړو سر شمېرنه شوې، چې په ترڅ کې یې د افغاستان د وګړو شمېر ۳۵.۸ میلیونه اټکل شوی، چې ۱۸.۲ میلیونه نارینه او ۱۷.۵ میلیونه یې ښځې دي.

د دغې ادارې رییس ډاکتر فقیرمحمد زیار ویلي، د دې شمېرنې له مخې ۹.۲ میلیونه وګړي په ښارونو او ۲۵ میلیونه نور یې په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي.

زیار ویلي، د کره او دقیقو شمېرو موندلو په منظور د وروستي یوه کال پر مهال په بېلابېلو برخو کې ګڼې سروې ګانې تر سره او پایلې یې له اړوندو ادارو سره شریکې شوې دي.

وړاندې تر دې داسې اټکل کېده، چې ګنې افغانستان نفوس به شاوخوا ۴۰ میلیونو ته رسېدلی وي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس