کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د ويلچر باسکيټبال لوبډلې د آسيايي او اوقيانوسي سيالو په لړ کې پرون خپلې سیالې نيوزيلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د راپور پر بنسټ، د ویلچر باسکېټبال آسیايي او اوقیانوسي سیالۍ پرون د ټایلنډ په کوربتوب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې پیل شوې او ټاکل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.
راپور زیاتوي، چې په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې هم ګډون کړی دی، چې پرون یې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ هېواد ته د ۷۷- ۳۷ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې افغانستان په (B) ګروپ کې دی، چې له نیوزیلنډ، سعودي عربستان، فلیپین او متحده عربي اماراتو سره لوبیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/