معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان د کنګل شویو زېرمو د راګرځولو هڅې روانې دي

د افغانستان د کنګل شویو زېرمو د راګرځولو هڅې روانې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د شتمنیو د ساتنې صندوق د مدیره پلاوي یو غړي شاه محمد محرابي ويلي، هڅه کوي چې د هېواد د اسعاري زېرمو ۳٫۵ میلیارد ډالره له ګټې سره یې افغانستان ته راولېږدوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان د شتمنۍ هغه ۳٫۵ میلیارد ډالره چې د نړیوال حساب د تسویې په موخه د سویس په جینیوا کې په یوه بانک کې ساتل کيږي، د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره په پام کې نه دي نیول شوي.
محرابي زیاتوي، چې له دغو پیسو هر ډول ترلاسه شوي عواید به د افغانیو د ثابت ساتلو لپاره ولګول شي.
د افغانستان د شتمنۍ د ساتنې صندوق د ۱۴۰۱ کال د وږي په ۲۴مه په دې موخه جوړ شو، چې د افغانستان د شتمنۍ یوه برخه چې ۳٫۵ میلیاردې ډالره دي، د سوېس په یوه بانک کې وساتل شي او د دغه صندوق د مدیره پلاوي غړي، شاه محمد محرابي ویلي، دغو ۳٫۵ میلیارد ډالرو تر دې دمه ۱۲۸ میلیون ډالره ګټه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس