معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان سوداګري ۷۰ سلنه له پاکستان څخه ایران ته لېږدول شوې

د افغانستان سوداګري ۷۰ سلنه له پاکستان څخه ایران ته لېږدول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې لپاره د خېبر پښتونخوا همغږی کوونکي رسنیو ته ویلي، چې افغانستان د پاکستان له لوري د ټرانزېټ تجارت په برخه کې د یو لړ بندیزونو له امله خپله ۷۰ سلنه سوداګري د ایران هېواد چابهار او عباس بندر ته انتقال کړی دی.

د ده په خبره له دې چارې سره په پاکستان کې نږدې ۲۰ زره کورنۍ بې روزګاره شوې دي.

ضیاالحق سرحدي زیاته کړې، چې څه موده وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم دوه اعشاریه پنځه ميلیادره ډالر وو، خو اوس دا تجارت یو میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.

پاکستان په دې وروستیو کې افغان سوداګرو ته د ستونزو زېږولو له امله تر نیوکې لاندې دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس