معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغانستان لپاره د امریکا پالیسۍ په اړه غونډه؛ د افغانانو ترمنځ د یوه ملي ډیالوګ په رامنځته کېدو ټینګار شوی

د افغانستان لپاره د امریکا پالیسۍ په اړه غونډه؛ د افغانانو ترمنځ د یوه ملي ډیالوګ په رامنځته کېدو ټینګار شوی

پنجشنبه/د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي د امریکا د اوماها په نبراسکا پوهنتون کې یې د یوې غونډې ګډونوالو ته د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسۍ اړوند ستونزو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
توماس وېسټ چهارشنبه ماښام (د لړم ۱۱مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې، دا غونډه د نبراسکا د پوهنتون او د دې پوهنتون د افغانستان د مطالعاتو د مرکز د مشر شیر جان احمدزي په بلنه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د ياد پوهنتون د محصلانو، استادانو، څېړونکو، افغانانو او نورو په ګډون د اوهاما ټولنې غړیو برخه اخیستې وه.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ ویلي، چې د افغانانو ترمنځ د یوه ملي ډیالوګ د رامنځته کولو هڅه کوي، له دې مخکې د افغانستان له پخوانیو چارواکو او سیاسونو سره ډېر ځلې خبرې کړې دي.
نوموړي په وروستیو کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو یادونه وکړه او ویې ویل، له ښاغلي کرزي سره یې د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو ترمنځ د فوري ملي ډیالوګ پر اړتیا خبرې کړې دي.
هغه همدارنګه ویلي، دوی دواړو په دې ټینګار وکړ چې د نجونو پر مخ باید ټول ښوونځي بېرته پرانيستل شي ځکه د زده ‌‌کړې له اساسي حقونو څخه د نجونو بې برخې کول افغانستان تېرو لسیزو ته ستنوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس