معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ نن پاکستان ته ځي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ نن پاکستان ته ځي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۶  نېټه):

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ د خپل پیل شویو سفرونو په ترڅ کې نن پاکستان ته ولاړ شي.

د راپور پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي، چې نوموړی به نن اسلام آباد ته ورسیږي او د شنبې تر ورځې به دغه هېواد کې پاتې وي.

وېسټ بیا ویلي، چې د خپل پیل شوي لس ورځني سفر په ترڅ کې به پاکستان، متحده عربي امارات، قطر او سعودي عربستان ته ولاړ شي او دغو مهمو شریکانو سره به پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو پر خوندیتوب او بیا مېشتېدنې، بشري اړتیاو، بشري حقونو او اقتصادي مسایلو باندې خبرې وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس