کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ويلي، چې د دغه هېواد په اړه د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته په تهران کې څلور ورځې وروسته جوړیږي.
د ایران اېسنا خبري آژانس نن د ضمیر کابلوف له قوله ویلي، چې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، پاکستان او ایران استازي ګډون وکړي.
د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته د تېر سپټمبر پر ۲۹ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه، چې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم په کې برخه درلوده.
په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/