کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۷مه او د سپټمبر ۹مه نېټه ده) د افغانستان په چاروکي د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق ویلي، چې پاکستان هره ورځ له افغانستان څخه له ۳۰۰ تر ۴۰۰ لارۍ تازه رومي او پیاز واردوي.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي، چې د دې سوداګرۍ ګټه افغانستان ته رسېږي.
د نوموړي په وینا د وروستیو سېلابونو له امله پاکستان خپل محصولات له لاسه ورکړي دي.
هغه دا هم ویلي، چې په عادي کلونو کې افغانستان د پاکستاني محصولاتو لپاره ښه بازار دی او په خبره یې دا د دوه اړخیزو همکاریو بېلګه ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ودې لپاره هڅولو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ته د پیازو او رومیانو د صادراتو زیاتېدو سره هم مهاله د افغانستان په ښارونو کې د پیازو او رومیانو بیې لوړې شوي دي.
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان پیاز او رومیان؛ هره ورځ نږدې ۴۰۰ لارۍ پاکستان ته اوړي