معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اقلیمي بدلونونو له امله زیانمن افغانان زیاتو مرستو ته اړتیا لري

د اقلیمي بدلونونو له امله زیانمن افغانان زیاتو مرستو ته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ويلي، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوي خلک لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

د UNHCR ادارې دې ته په اشارې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له سترو زیانګالو هېوادونو دی ویلي، د دې بدلونونو له امله اغېزمن شوي افغانان لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

یادې ادارې نن پر خپلې ایکسپاڼې په یوه بیان کې ویلي، وروستیو سېلابونو او سختو بادونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي او زیانمن شوي کسان خېمو، سرپنا ملاتړ، روغتیايي خدمتونو او رواني مشورو ته اړتیا لري.

دغې ادارې همدا راز زیاته کړې، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له زیانونو سره مخ دی، چې په ترڅ کې یې سېلابونه، طوفانونه او وچکالۍ رامنځته کیږي.

په همدې حال کې یو شمېر سېلاب ځپلي د مرستو د نه رسېدو له امله د خپل سخت ژوند څخه سرونه ټکوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس