معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امریکايي سفارت شارژدافیره له افغان خبریالانو او فعالانو سره د سفر په موخه ترکیې ته تللې

د امریکايي سفارت شارژدافیره له افغان خبریالانو او فعالانو سره د سفر په موخه ترکیې ته تللې

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د لړم/عقرب درېیمه او د اکتوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکايي سفارت شارژدافیره کرن دیکر وايي، چې له افغان خبریالانو، مدني فعالانو او ځینې نورو افغانانو سره د خبرو او لیدو په موخه ترکیې ته رسېدلې ده.
مېرمن دیکر نن په یوه ټویټ پیغام کې ترکیې ته د خپل سفر په اړه خبر ورکړی.
هغې لیکلي: “زه دلته راغلې یم څو اوګورم، چې له هېواده وتلي افغانان په افغانستان کې مېشت هېوادوالو سره څه ډول اړیکې ساتي “.
هغې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې به د ټولو افغان قومونو نارینه او ښځینه خبریالانو، فعالانو او ځینې نورو کسانو سره اوګوري.
دیکر لیکلي چې د دې خبرو لپاره پلان تېره اونۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوی و.
د امریکايي سفارت شارژدافیرې تر دې وړاندې ویلي وو، چې امریکا د افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو درلودو هڅې کوي او په خبره یې په دغه هېواد کې د متحده ایالتونو بیا ځل نظامي مداخله امکان نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس