معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امریکا پۀ منځګړیتوب د اوسنيو او پخوانيو افغان چارواکو ناسته کېږي

د امریکا پۀ منځګړیتوب د اوسنيو او پخوانيو افغان چارواکو ناسته کېږي

 

دبۍـ ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۱۳مه۱۴۰۱):

ټاکل شوې ده چې په عربي متحده اماراتو کې د پخوانیو او اوسنیو افغان چاروکو تر منځ یوه ناسته تر سره شي.

له افغانستانه د دفاع د وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو پلاوی په داسې مهال اماراتو ته سفر کوي چې هم پرون  (شنبه) پخواني ولسمشر حامد کرزي  تر اوږده ځنډ وروسته د مالیې پخواني وزیر عمر زاخیلوال په ملتیا اماراتو ته سفر وکړ.

د ځینو رسنیو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې نن (یکشنبه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي.

تر دې وړاندې په یو شمېر نا تأیید شویو راپورونو کې ویل شوي و چې ټاکل شوې حامد کرزی د خپل سفر په ترڅ کې د محمد اشرف غني په ګډون له  یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو سره د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه لیدنې ولري.

د راپورونو له مخې کرزی به له اماراتو څخه المان ته او په هغه ځای کې تر څو ورځو تېرولو وروسته بېرته افغانستان ته راشي.

ـــــــــــــــــــــــ

د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️

https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس