معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د انګور اډې لار د پلې تګ پر مخ پرانیستل شوه

د انګور اډې لار د پلې تګ پر مخ پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د خلکو تر ۸۱ ورځني پرلت وروسته د پاکستان حکومت د انګور اډې پر لار يوازې پلې تلونکو کسانو ته د تګ اجازه ورکړې ده.

د خبر پر بنسټ، تر دې وړاندې دا لار د پاکستاني حکومت لخوا د ويزې غوښتلو په پرېکړه د خلکو د اعتراض او پرلت له امله تړل شوې وه. د چارواکو په خبره لا هم څرګنده نه ده چې ايا د پاکستان حکومت د ویزو له پرېکړې پر شا شوی او که کومه بله حل‌لار ورته لټول شوې ده، خو دغه لار لا هم د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې پاتې.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار له سپين بولدک سره پر پوله د پاکستان اړخ ته په چمن ښار کې هم خلک تر ۱۰۰ له زياتو ورځو راهيسې د پاکستان د حکومت د ويزې غوښتلو د پرېکړې پر ضد اعتراضونه کوي، خو د پاکستان حکومت لا هم ورته کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

.ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس