معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوبو او انرژۍ وزیر برېښنا پسې ازبکستان ته تللی

د اوبو او انرژۍ وزیر برېښنا پسې ازبکستان ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۰ مه نېټه):
رسنیو د یو شمېر چارواکو له قوله ویلي، چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر مولوي عبداللطيف منصور د مزار شریف حېرتان بندر له لارې ازبکستان ته تللی دی.
یاد وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ د وارداتي برېښنا د تړون په موخه تللی دی.
نوموړي ویلي چې د سرپرست افغان حکومت د واکمنۍ د يو نيم کال په موده د برېښنا ټول لګښتونه ورکړل شوي دي.
وزیر ډاډ ورکړی چې خلک دې د برېښنا د نشتوالي په اړه هېڅ اندېښنه نه کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي چې د افغانستان او ازبکستان د چارواکو ترمنځ د برېښنا قرارداد لاسلیک شوی دی. افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برېښنا له خپلو داخلي منابعو څخه توليدوي.
د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میکاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میکاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزیر په داسې مهال ازبکستان ته سفر کوي چې دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون د ډېری ولایاتو اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ سر ټکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس