معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوسپنې پټلۍ له لارې تېره اونۍ څه باندې ۱۰۵ زره ټنه انتقالات شوي

د اوسپنې پټلۍ له لارې تېره اونۍ څه باندې ۱۰۵ زره ټنه انتقالات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۱ نېټه):
د راپورونو له مخې تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۵زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، چې تېره اونۍ د حېرتان، اقینې او تور غونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۰۵ زره ۴۹۹ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د خبر له مخې یاد توکو کې ۱۳ سوه ۲۳ ټنه توکي صادر شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې، چې دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده، چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر او معیاري چوپړتیاوې ورته وړاندې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس