معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوکراین جګړې تر دا مهاله ۲۱ زرو څخه زیاتو ملکي وګړو ته مرګ_ژوبله اړولې

د اوکراین جګړې تر دا مهاله ۲۱ زرو څخه زیاتو ملکي وګړو ته مرګ_ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
ملګري ملتونه وایي، پر اوکراین د روسیې د تېر کال د برید له پیل راهیسې په دې هېواد کې له ۲۱ زرو زیاتو ملکي وګړو ته مرګ_ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک ویلي، چې د دغې جګړې له پیله تر اوسه ۸ زره ۶ سوه تنه وژل شوي او ۱۳ زره ۲۷۸ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي چې اکثره مرګ_ژوبله نویو ځوانانو او ډېرو زړو ته رسېدلې.
نوموړي په محتاطانه ډول ویلي، چې ښایي دا د ټولې مرګ_ژوبلې یوه کوچنۍ برخه وي.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس