معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوکراین ډرون الوتکو یو ځل بیا پر مسکو برید کړی

د اوکراین ډرون الوتکو یو ځل بیا پر مسکو برید کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۰ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین ويلي‌، چې په دغه ښار کې بیا د ډرون بریدونه شوي دي.
د سوبیانین په وینا یو ځل بیا چاودېدونکی ډرون له هغه اسمانڅکي سره جنګول شوی، چې د یکشنبې پر ورځ هم په ورته برید کې په نښه شوی و.
د مسکو ښاروال وايي‌، دغه برید کې د “موسکوا سېټي کمپلکس” د دې اسمانڅکې ودانۍ یوویشتم پوړ ته یو څه زیان اوښتی، خو مرګ – ژوبله یې نه ده اړولې.
هغه زیاته کړې چې څو نور ډرون الوتکې راغورځول شوې هم دي.
له دې سره د روسیې دفاع وزارت هم اعلان کړی، چې د مسکو سیمه کې دوه اوکرایني‌ ډرونونه د هوايي‌ دفاع سیستمونو په وسیله ویشتل شوي‌ دي.
په دې وروستیو کې د روسیې پر پلازمېنې د ډرون بریدونه ډېر شوي چې کرېملین یې پړه پر اوکراین اچوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس