کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۴ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې ښایي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.
سرچینې د دغه سفر د ځانګړو موخو په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو داسې ګومان کیږي چې د دې سفر هدف به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراختیا وي.
ایران او افغانستان په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار کړی او د عباس عراقچي راتلونکی سفر هم د همدې هڅو یوه برخه ګڼل کېدای شي.
تر اوسه افغان لوري د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/