معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران سفارت چارواکي وایي، افغان سوداګرو ته یې د ویزې ورکړې بهیر اسانه کړی

د ایران سفارت چارواکي وایي، افغان سوداګرو ته یې د ویزې ورکړې بهیر اسانه کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې کابل کې د دغه سفارت چارواکي وایي، سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې بهیر له آسانه کولو موخه، د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده.
ځينې افغان سوداګر بیا د ایران سفارت د دغې چارې ستاینه کوي، خو غوښتنه کوي چې له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې نورې ستونزې هم هوارې شي. ایران ته د پیسو لېږد او د افغاني توکو د صادارتو کموالی، هغه ستونزې دي چې سوداګر یې په تړاو اندېښنه څرګندوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه راکړه_ورکړه څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې په دې کې د افغانستان د صادارتو کچه ډیره کمه ده.
وړاندې تر دې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي و، تمه ده چې په روان لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاو د برابرولو په موخه، د سوداګرۍ ګډه خونه هم جوړه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس