کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پر اسراییلو د ایران برید د احتمال له زیاتېدو سره له هغو هوايي شرکتونو چې الوتکې یې د ایران له فضا تېریږي، ویل شوي چې د خپلې الوتنې لاره بدله کړي.
په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر ويلي، د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیران به سبا چهارشنبه سعودي عربستان کې د ایران په غوښتنه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
دا به له ۲۰۲۰ م کال راهیسي د اسلامي همکارۍ سازمان چې ۵۷ غړي لري، د وزیرانو څلورمه غونډه وي.
جروسلم پوسټ ورځپاڼې پرون د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاتز له قوله ویلي، د ایران حکومت پرېکړه کړې چې پر اسراییل برید وکړي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني په اسراییل باندې د برید پیغام د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیارتو ته لېږلی او سیارتو کاتز ته یې په دې اړه معلومات ورکړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/