معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران په اعتراضونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۴۷۶ تنه وژل شوي

د ایران په اعتراضونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۴۷۶ تنه وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
د ناروې په اوسلو کې د ایران د بشري‌ حقونو سازمان په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، د ایران په روانو اعتراضونو کې تر دا دمه لږ تر لږه ۴۷۶ تنه وژل شوي دي.
دغې بنسټ همدا راز زیاته کړې، چې سل نیول شوي لاریون کوونکي د اعـدام له خطر سره مخ دي.
د دغه سازمان د مالوماتو له مخې د وژل شویو له ډلې یې ۶۴ تنه تر اتلس کلنۍ کم عمره دي او نهه په کې وړې نجونې هم موجودې دي.
ایران کې د حجاب نه مراعت کولو پر سر د مهسا امیری په نوم بند کې د یوې نجلۍ تر مړینې وروسته دغه قهرېدلي لاریونونه پیل شوي چې د نړیوالو رسنیو د معلوماتو له مخې ورځ تر بلې زور اخلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس