معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران په هوايي ډګرونو کې ځنډېدلي پروازونه بېرته پيل شول

د ایران په هوايي ډګرونو کې ځنډېدلي پروازونه بېرته پيل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو د هغو پروازونو د بیا پیل اعلان کړی، چې د ایران په ځینو هوايي ډګرونو کې د عملیاتي محدودیتونو له امله ځنډول شوي وو.

ایران وروسته له هغې په ځینو هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډولې، چې اسراییلو ګواښ وکړ چې د تهران لخوا پر دغه هېواد د بالستیک توغندیو برید به بې ځوابه نه پریږدي.‌

اېرنا خبري آژانس د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د ویاند په حواله خبر ورکړی، چې د عملیاتي محدودیت له لرې کېدو سره د پروازونو محدودیت لغوه او پروازونه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د هوايي چلند امنیتي ادارې د اروپايي هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د اکتوبر تر ۳۱مې پورې دې د ایران له هوايي حریم څخه لرې پاتې شي.‌

دغې ادارې همداراز ویلي چې روان وضعیت یې تر څار لاندې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس