معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایټالیې او ترکیې پولیسو ۲۷۱ ناقانونه کډوال له مرګه ژغورلي

د ایټالیې او ترکیې پولیسو ۲۷۱ ناقانونه کډوال له مرګه ژغورلي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
د ایټالیې او ترکیې چارواکو ویلي، بحري ځواکونو یې په دوو کښتیو کې سپاره شاوخوا ۲۷۱ تنه هغه کډوال ژغورلي، چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه اروپا ته ولاړ شي. ایټالوي چارواکو زیاته کړې، د کب نیونې هغه کښتۍ یې له ډوبېدو ژغورلې چې ۲۱۱ کډوال په کې سپاره وو او په ناقانونه توګه یې سفر کاوه.
د ایټالیا سمندري ګارډ د ژغورنې ډلې چې دغو عملیاتو کې ونډه درلوده ویلي، یو تن یې د دغو کسانو د قاچاق په توګه هم نیولی دی، خو د ایټالیې حکومت نه دي ویلي چې دغه کډوال د کوم هېواد اړونده وو.
بلخوا د ترکيې حکومت ویلي چې پوله ساتونکو یې هغه نږدې ۶۰ تنه کډوال ژغورلي چې بحر کې ایسار وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس