معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بامیان هوایي ډګر د بیارغولو چارې پیل شوې

د بامیان هوایي ډګر د بیارغولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د یوه پلاوي او د بامیانو والي په شتون کې د ۴۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت په اساسي بڼه د بامیان ولایت د هوایي ډګر د بیارغولو چارې پیل شوې.

د خبر پر بنسټ، د بامیانو سرپرست والي د چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د هوایي ډګر تخریب شوې برخې بیا ورغول شي.

د اټکل له مخې د یاد هوایي ډګر د بیارغولو چارې به تر راتلونکو اتو میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس