معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بدخشان د کوچني پامیر سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان د کوچني پامیر سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بزای ګنبد سړک چارې د څه باندې ۳۶۹ میلیونو افغانیو په لګښت د واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر د بزای ګنبد څخه د چین هیواد تر پولې پورې د ۴۹.۷ کیلو متره نوي سړک د جوړولو او د جغل اچولو چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، د یاد سړک چارو د پيل پرمهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ويلي، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د واخان ولسوالۍ د ولسونو شته ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.
دغه پروژه د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړک جوړونې ریاست او د پراختیايي شوراګانو له خوا د ۳۶۹ میلیونو ۵۷۹ زره ۲۲۷ افغانيو په لګښت پلې کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس