معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بدخشان په پامیر کې یوې ناپېژاندې ناروغۍ خلک اندېښمن کړي

د بدخشان په پامیر کې یوې ناپېژاندې ناروغۍ خلک اندېښمن کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه لومړی نېټه):
د افغانستان له لوړې څوکې پامیر څخه راپورونه وایي، چې دغه سیمه کې یوه ناپېژانده ناروغي پیدا شوې ده.
رسنیو د پامیر د اوسېدونکو له قوله خبر ورکړی، چې د تېرو دوو اونیو پرمهال دغه سیمه کې یادې ناپېژاندې ناروغۍ ۲۱ تنه مړه کړي او ګڼ شمېر نور پرې اخته دي.
بل لور د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي، د تاجکستان له لارې يې پامیر ته د دغې ناروغۍ د تشخیص لپاره روغتیايي ټیمونه لېږلي دي.
دوی زیاته کړې، چې د مرګ_ژوبلې شمېر د ځايي خلکو لخوا اعلان شوی، خو اوسمهال وضعیت کنټرول دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس