معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بغلان سرې میاشتې روغتیايي ټيمونو په تېره یوه میاشت کې د نږدې زر کسانو درملنه کړې

د بغلان سرې میاشتې روغتیايي ټيمونو په تېره یوه میاشت کې د نږدې زر کسانو درملنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۷ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې افغاني سرې میاشتې روغتیايي ټيمونو د بغلان ولایت په لرې پرتې سیمې برکې ولسوالۍ کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د نږدې زرو کسانو درملنه په وړیا ډول کړې.
د بغلان د والي ویاند ویلي، چې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي ټېمونه د بغلان د لرې پرتې برکې ولسوالۍ په هغو سیمو کې په فعالیت بوخت دي، چې د دې ولسوالۍ د روغتیا له برخې بهر سیمې دي.
مجیدي زیاته کړې، د روان ۱۴۰۲ کال په لومړۍ وري میاشت کې دغو روغتیايي ټيمونو ۹۹۲ نفره معاینه کړي او د ناروغۍ اړوند درمل یې ورته ورکړي، چې په دې شمېر کې ۱۱۵ مېرمنو او ماشومانو ته واکسین ورکول شوی، ۱۲۲ مېرمنو ته تر ولادت وړاندې خدمات وړاندې شوي او د نارینه وو په ګډون ۷۲۰ نورو مېرمنو ته په ډله یز او انفرادي ډول روغتیايي سپارښتنې او معلومات ورکول شوي دي.
په ورته مهال د برکې ولسوالۍ اوسېدونکي د دې روغتیايي خدماتو له عرضه کولو خوښ دي خو غوښتنه کوي چې په نورو برخو کې دې هم د روغتیا د برخې په څېر د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس