معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بغلان په دوشي او خنجانو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښو له امله نهو تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې

د بغلان په دوشي او خنجانو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښو له امله نهو تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۴ نېټه):
د بغلان د ترافیکو مدیریت مسوولین ويلي، چې په دوشي او خنجان ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د خبر له مخې د دغو پېښو یوه یې د پلخمري_دوشي ولسوالۍ پر لویه لاره باندې د بابر قول پوستې په سیمه کې شوې، چې یوه کرولا موټر له فېلډر موټر سره ټکر کړی او په پایله کې یې د کرولا موټر یوې سورلۍ ژوند بایللی او بل تن ټپي دی.
مسوولینو زیاته کړې، فېلډر موټر کې د ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي، چې په وخت سره د پلخمري ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي،
روغتیایي مسوولینو بیا د دوه تنو ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودلی.
دغه راز د خنجان ولسوالۍ ښار ته نژدۍ اندرابونو لور ته همړپه غزېدلې لارې یو کرولا ډوله موټر یو شپږ کلن ماشوم وهلی، چې هغه هم روغتون ته لېږدول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس