کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان مخابراتي مسوولینو ویلي، چې د لرې پرتو سیمو د مخابراتي ستونزو د حل لپاره یې هڅې روانې کړې دي.
تر دې وړاندې د دهنه غوري، برکې، دهصلاح، فرنګ، جلګې او ځینو نورو غرنیو سیمو اوسېدونکو شکایت کړی و، چې د مخابراتي شبکو نه فعالیت له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د بغلان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي وایي، د دې ستونزو د حل لپاره سروې بشپړه شوې او ډېر ژر به په دغو سیمو کې ۶ نوي مخابراتي سایټونه فعال شي.
د یاد ریاست په وینا، د دې اقداماتو هدف د لرې پرتو سیمو خلکو ته د اړیکو اسانتیا برابرول او د مخابراتي خدمتونو پراختیا ده، چې د خلکو ژوند اسانه کړي او د پرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/