معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بلخ په څلورو ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بلخ په څلورو ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ د کلیو، بیارغوني او پراختیا ریاست تر چتر لاندي د USAID/BHA په مالي ملاتړ او د IMC موسسې په تخنیکي همکارۍ د چمتال ولسوالۍ په پشمه قلعه کلي کې، د بلخ ولسوالۍ اصفهان کلي، د دولت آباد ولسوالۍ شنگل آباد کلي او د چهاربولک ولسوالۍ په خواجه روشنایي کلي کې د پاکو اوبو رسولو شبکې جوړي او ګټي اخیستني ته وسپارل شوې.
د خبر له مخې دغو مراسمو کې مسوولینو ویلي، چې د یادو څلورو شبکو په فعال کېدو سره به د یادې سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو ته ۲۴ ساعته لاس رسی ولري او دوی به د بېلابېلو ناروغیو څخه وژغورل شي.
په همدی حال د سیمي یو شمېر اوسېدونکو پر شبکو خوښي څرګنده کړه، چې پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ستونزې یې حل شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس