معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بلخ پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ لپاره د ترکي ادبیاتو ډیپارټمنټ هم اضافه کړل شو

د بلخ پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ لپاره د ترکي ادبیاتو ډیپارټمنټ هم اضافه کړل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوړو زده کړو وزارت عالي شورا د پرېکړي پر اساس بلخ پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي لپاره د ترکي ډیپارټمنټ هم اضافه کړل شو.
د ځایي مسوولینو په خبره له دې وروسته به محصلین وکولای شي، چي په یاده برخه کې هم زده کړې وکړي.
د بلخ پوهنتون مسوولینو وویل، چې د زده کړو د پرمختګ لپاره کوښښ کوي، څو نوې طرحې له وزارت سره شریکې کړي او د خپل ولس لپاره په ډېرو برخو کي د زده کړو زمینه برابره کړي.
هېره دې نۀ وي چې تازه د لوړو زده کړو وزارت د هېواد یو شمېر پوهنتونونو کې ځینې نوي پوهنځي ایجاد کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس