معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون کوي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان په تړاو د نړيوالو غونډو په دوام په پام کې ده، چې په راتلونکو دوو اونیو کې د روسیې په کوربتوب، په کازان ښار کې د مسکو فارمټ مشورتي ناسته جوړه شي.
د راپور پر بنسټ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دغه خبري غونډه کې د مسکو فارمټ د اجنډا په تړاو ویلي، چې د دغې ګډونوال به د افغانستان د اوسني وضعیت، د افغانانو ترمنځ د خبرو – اترو، له کلونو جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې او د سیمې هېوادونو د امنیت تضمین په تړاو خبرې وکړي.
افغان حکومت وايي، د مسکو فارمټ غونډه کې به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سرپرست حکومت په استازیتوب ګډون وکړي.
د افغان حکومت ویاند بیا زیاته کړې، هره غونډه چې د افغانستان په ګټه وي، هرکلی یې کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا دا به د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ پنځمه غونډه وي.
دغه وزارت زیاتوي چې د غونډې په پای کې به ګډون کوونکي هېوادونه یو ګډ پرېکړه لیک هم صادر کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس