معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له مشرې سره کتلي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له مشرې سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۶  نېټه):

د رسنیو د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له رییسې روزا اوتونبایوا سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، چې په دې کتنه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري وېستنې، له راستنېدونکو سره د سرپرست حکومت، ملګرو ملتونو او نورو خېريه ادارو د مرستو پر څرنګوالي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزوونکي د وروستي راپور او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د راپور پر بنسټ، د يوناما مشرې د هرات زلزلې او د راستنېدنې بهير پر وړاندې د سرپرست حکومت د رغنده غبرګون ستاينه کړې او د ملګرو ملتونو ادارو ونډې ته یې په اشارې زياته کړې، دوی به هڅه وکړي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې، د بزګرانو او راستنېدونکیو د ملاتړ او د کارموندنې په څېر نورو اړوند برخو کي هم خپل رول ولوبوي او د بشري مرستو تر څنګ د کوچنيو پورونو فرصتونه هم رامنځته کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس