معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، ایران سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، ایران سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له سرپرست حسن کاظمي قمي سره کتلي دي.
د راپور پر بنسټ، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ په سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، فرهنګي او بشري برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي ویلي، چې په دې کتنه کې حسن کاظمي قمي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د کرنې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې د پلاوي د وروستیو سفرونو په اړه چې ایران ته یې کړي وو، توضېحات ورکړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په موخه يې د دغو سفرونو پر دوام ټينګار وکړ.
نوموړي دغه راز کابل ته په نږدې راتلونکي کې د قضايي همکاريو او په اعدام د محکومو افغانانو د دوسيو د حل په موخه د ايران د قضايه قوې د یوه پلاوي د سفر خبر هم ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس