معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني استازي وروستۍ ادعاوې رد کړې

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني استازي وروستۍ ادعاوې رد کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د پاکستاني استازي وروستي تورونه رد کړي او هغه یې له حقیقته لرې او بې‌ بنسټه بللي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغان حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د داعش او نورو وسلوالو ډلو پټنځایونه له منځه وړل شوي او له افغانستان څخه هېڅ ګاونډي هېواد ته ګواښ متوجې نه دی.

اعلامیه زیاتوي، ځینې هېوادونه باید د خپلو کورنیو ستونزو د پټولو لپاره د افغانستان نوم د ناسمو تبلیغاتو لپاره ونه کاروي؛ ځکه د ده په خبره افغانستان له داسې هڅو څخه نه‌ متأثره کیږي او نه یې امنیت او پرمختګ زیانمنېدای شي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستاني استازي په امنیت شورا کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري، خو د افغان حکومت چارواکي تل دا ډول څرګندونې رد کړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر اساس د مثبتو اړیکو غوښتنه کړې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس