معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د بهرنیو چارو وزیر بلخ ته په خپل سفر کې له یو شمېر مسوولینو سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو وزیر بلخ ته په خپل سفر کې له یو شمېر مسوولینو سره لیدنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزیر بلخ ولايت ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولايت له یو شمېر مسوولینو سره لیدلي دي.

نوموړی د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان هېواد ته د رسمي سفر څخه وروسته بلخ ولایت ته سفر وکړ او دلته یې د بهرنیو چارو په ریاست کې د بلخ ولایت استخباراتو رییس، اطلاعاتو او کلتور رییس، عدلیې رییس او د بلخ ولایت له مستوفي سره کتلي دي.

متقي خپلو خبرو کې د ترکمنستان سفر اغېزمن وباله او دا یې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو په رغون کې بریالی وګاڼه.

نوموړي د بلخ له سیمه ییزو مسوولینو غوښتي، چې خلکو ته د سهولتونو په رامنځته کولو په برخه کې هلې – ځلې چټکې کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس