معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تازه موندنو له مخې غزه کې له ۶ زرو زیات اسراییلي پوځیان وژل شوي

د تازه موندنو له مخې غزه کې له ۶ زرو زیات اسراییلي پوځیان وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د غزې جګړې له پیله تر اوسه د اسراییلي پوځیانو تلفات بې‌ ساري لوړ شوي دي.

د دوی په خبره یوازې په غزه کې ۵ زره ۹۴۲ عسکر وژل شوي، او تر ۱۵ زرو زیات نور ټپیان دي.

د اسرائیلي ۱۲ چېنل د نوي لوی درستیز ایال زامیر له قوله لیکلي، چې د غزې جګړې د اسراییلي پوځ لپاره د ستر مالي زیانونو ترڅنګ دروند انساني زیان هم لیدلی دی.

دغه راپور زیاتوي، چې د لبنان او فلسطین غربي تراړې په جګړو کې د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر له هغه هم لوړ دی، چې پوځ یې اعلان کړی.

د تازه موندنو له مخې، په ټولیز ډول د اسراییلي پوځیانو تلفات تر ۱۳ زرو عسکرو اوښتي، چې دا شمېر په غزه، لبنان او فلسطین غربي تراړه کې د روانو جګړو پایله ده.

دا لومړی ځل دی چې اسراییلي پوځ د دومره درنو تلفاتو سره مخ کسږي، چې لوی درستیز یې هم تاییدوي.

د روانو چارو څارونکو په باور د فلسطین مقاومت ځواکونو “طـ ـوفـ ـان الأقـ ـصی” عملیاتو کې اسراییلي پوځ ته ستره ضربه ورکړې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس