معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تخار – بدخشان لویې لارې د بیارغونې چارې پيل شوې

د تخار – بدخشان لویې لارې د بیارغونې چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ټولګټو چارو وزارت د څه د پاسه ۱۵.۹ ميليونه افغانيو په ارزښت، د تخار – بدخشان لویې لارې د ترميم او بيارغونې کار د پيل خبر ورکړ.
دې وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تخار – بدخشان لویې لارې د ترميم او بيارغونې چارې د تخار د یو شمېر سيمه ییزو مسوولينو له لوري پیل شوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه سړک ۵۸ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د ویجاړو برخو د ترميم سربېره، د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي یو پل، ۸ پلګوټي، ۲۰ متره معبر، ۴۰ متره ډبرین استنادي دېوال او ۱۴۸ متره ګابیوني دېوال شامل دي، چې ترميم او بیارغول کیږي.
دغه ترمیماتي پروژه د ټولګټو وزارت او صفت ساختماني او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه د پاسه ۱۵.۹ ميليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوی، چې لګښت یې د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي او په راتلونکو څلورو مياشتو کې به يې کار بشپړ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس