کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۷سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تدارکاتو ملي کمېسیون خپله نوبتي ناسته کې ۱۴ پروژې منظورې کړې دي.
د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال پر مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون دغه نوبتي غونډه کې ۲۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې.
د خبر پر بنسټ د دغو وړاندې شویو پروژو له ډلې د ۱۴ پروژو قراردادونه منظور، د شپږو تعدیل او د یوې پروژې قرارداد لغوه شوی دی.
په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنايي وسایلو چمتو کول، د کابل ښار ځینو مهمو سړکونو اساسي جوړول او یو شمېر نورې پروژې شته، چې د افغان حکومت له لوري تمویلیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/