کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې اوس مهال د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د ګډون په موخه د امریکا په نیویارک کې دی، د جرمونو نړیوالې محکمې له مشر سره د کتنې پر مهال ویلي، چې اسراییل باید په غزه کې د خپلو ترسره کړیو جرمونو ځواب ورکړي او دغه قضیه باید وڅېړل شي.
نوموړي په غزه کې د اسراییلي اشغالګرو روان بریدونه د ټولو انساني اصولو خلاف بللي او د درېدو په موخه یې د یوې مجمع د جوړېدو غوښتنه کړې.
اسراییلي اشغالګرو له یوه کال راهیسې پر غزې درانه بریدونه کړي، چې له امله یې زرګونه ماشومان او مېرمنې شهیدانې شوې دي.
بل لور اسراییلي اشغالګرو ځواکونو د لبنان پر سویل درانه هوایي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې له ۵ سوو ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۱۷ سوه تنه نور ژوبل دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/