معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې پولیسو ۱۶ تنه افغان کډوال نیولي

د ترکیې پولیسو ۱۶ تنه افغان کډوال نیولي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د ترکي رسنیو د خبر له مخې د ترکیې پولیسو په اماسیا ښار کې ۱۶ تنه افغان کډوال چې په یوه موټر کې پټ شوي وو، نیولي دي.
ترکي رسنیو د ځایي چارواکو له قوله ویلي، چې موټر چلوونکی هم د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
په وروستیو میاشتو کې له ترکیې څخه د افغان کډوالو د نیولو او وېستلو لړۍ چټکه شوې ده.
ترکيه وايي، هېواد ته به یې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنيوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې پولیسو د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې څه باندې څلور زره افغان کډوال نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي. د رسمي شمېرو پربنسټ، په ترکیه کې څه باندې ۳ لکه افغان کډوال ژوند کوي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس