معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم دروازه لا هم د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې

د تورخم دروازه لا هم د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم دروازې دواړو لورو ته سلګونه بار وړونکي موټر او لویې لارۍ لا هم ایسارې پاتي.

افغان چارواکو ویلي، لومړی پاکستاني لوري له کوم اعلان پرته د ویزو د نشتوالي له امله د افغان لویو ګاډو پر مخ لار وتړله، چې بیا دوی هم په ورته اقدام لاس پورې کړ.

تورخم کې د افغان حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت بي‌ بي‌ سي سره یوه مرکه کې ویلي، چې تېره ورځ (دوشنبه) یې د دغې لارې د خلاصون په اړه له پاکستاني لوري سره خبرې کړې، خو کومې پایله یې نه ده ورکړې.

بل لور د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي، د دې لارې له بندېدو سره دواړو خواوو ته سلګونه لویې باروړونکي موټر بند پاتي، چې د دواړو غاړو سوداګرو ته یې زرګونه ډالره زیان اړولی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس