معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم لارې بندښت له امله پر دې لاره تلونکي مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي

د تورخم لارې بندښت له امله پر دې لاره تلونکي مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم بندر دروازه د نن شنبې تر سهاره هم د مسافرو او هر ډول ترانزيټ پر مخ تړلې ده.
د افغان لوري یو شمېر مسوولینو ګهیځ نیوز ته ویلي، چې لاره د پاکستان له لوري بنده شوې ده.
ګهیځ ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې د یادې لارې د بندښت له امله کوز او بر ګڼ شمېر افغانان له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
د خبر له مخې داسې خلک هم دې لاره کې ایسار دي، چې غواړي د خپلو مړو جسدونه افغانستان ته ولېږدوي.
تېره چهارشنبه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د یوې پوستې جوړولو پر سر جګړه وشوه، چې په کې دواړو لوریو ته مرګ – ژوبله واوښته.
تورخم کې یو شمېر خلکو ګهیځ نیوز ته ویلي، چې دواړو غاړو کې نوي تازه دمي ځواکونه تللي او د آماده باش په حال کې قرار لري.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس