کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د تورخم ښاروالۍ د اصنافو هغو دوکانونو لپاره چې د ښاروالۍ له قوانینو سرغړونه کوي، درې ټيمونه جوړ کړي چې دغو ټیمونو د تورخم ښارګوټي څخه تر اته ويشتم بازار پورې د اصنافو هغه دوکانونو چې د ښاروالۍ له قوانینو سرغړونه کوي، مهر لاک کړي دي.
د خبر له مخې دغو ټیمونو یاده سیمه کې ۳ ټنه تاریخ تیره توکي هم راټول کړي دي.
د تورخم ښاروال حاجي بورجان شبیر په وینا نوموړي ټيمونه به تر هغه وخته کار ته دوام ورکړي، تر څو چې د تورخم ښاروالۍ اصنافو ټول قوانین تطبیق کړي او پلي کړي نه وي.
د سرچینې په وینا د سرغړوونکو اصنافو هټۍ به د قانوني مراحلو تر طی کولو پورې مهرلاک وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/