معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم ښارګوټي اړوند نږدې ۸ سوه کورنیو لپاره د صحي اوبو د رسولو سروې وشوه

د تورخم ښارګوټي اړوند نږدې ۸ سوه کورنیو لپاره د صحي اوبو د رسولو سروې وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۹ نېټه):
که څه هم د مرکز کابل په ګډون د هېواد ډېری سیمې د پاکو او صحي اوبو د نشتون له ستونزې سره مخ دي، تازه د راپورونو له مخې تورخم ښارګوټي اړوند سیمه کې د IMC ادارې لخوا د یونسېف په مالي مرسته د خان آباد کلي لپاره د پاکو او صحي اوبو د شبکې سروې نن رسماً ترسره شوه.
مسوولینو ویلي، چې له دغې سروې وروسته به یې سم دستې عملي چارې هم پیل شي، چې ورسره به له ۶ سوو څخه تر ۸ سوو پورې کورنۍ د پاکو او صحي اوبو له نعمته برخمنې شي.
په دې سروې کې د IMC او ښاروالۍ اداري استازو ترڅنګ د کلي استازي هم ګډون کړی و، څو هغه ځايونه په نښه کړي، چې د صحي اوبو شبکې رامنځته کول په کې ډېر اړین دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس