معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم کميسار تورخم کې د ماشومانو پر شاقه کارونو د بندیز غوښتنه وکړه

د تورخم کميسار تورخم کې د ماشومانو پر شاقه کارونو د بندیز غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د تورخم سرپرست کمیسار د کمېټو له مشرانو او هټيوالو سره د همغږۍ غونډه کې غوښتنه وکړه، چې تورخم کې ټول هغه کوچني ماشومان چې دکار کولو توان نه لري، د شاقه کارونو مخنیوی یې وکړي، څو د کمیسار په وینا یاد ماشومان د غټو موترو تر ټېرونو لاندې نه شي.
نوموړي یاده غونډه کې په مېندو او پلرونو باندې هم غږ وکړ، چې خپل ماشومان د شاقه کارونو پرځای زده کړو ته وهڅوي.
د تورخم سرپرست کمیسار خپلو خبرو کې ټولو هټیوالو ته د هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړ.
په ورته مهال هټیوالو خوښي وښوده چې کمیسارۍ ورته ټول مالونه بېرته په پوره توګه وسپارل او د تورخم ښارګوټي له مسوولینو یې مننه وکړه، چې ستونزو ته یې په وخت ځواب وایي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس