معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تور غونډۍ بندر د پراختیا اړوند دوه پروژې پرانیستل شوې

د تور غونډۍ بندر د پراختیا اړوند دوه پروژې پرانیستل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د افغان حکومت مرستیال ویاند ویلي، چې د هرات ولایت تورغونډۍ بندرې کې د ټاپي پروژې ترڅنګ د شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه پروژې پرانېستل شوې.

د یاد بندر په مسیر کې له هرات څخه تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومټره اوسپنیزې کرښې جوړول او د همدې مسیر کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د هنګرونو او تاسیساتو اعمار او اوسپنیزې کرښې جوړول شامل دي.

نوموړي ویلي، له دغو پروژو د افغان حکومت موخه د نړۍ د نورو پرمختللو او عصري ريلي بندرونو په څېر په معيارونو سمبال او د سوداګرو د غوښتنو مطابق پراختيا ورکول دي، څو له دې لارې سوداګرو ته بشپړې اسانتياوې رامنځته شي.

د مسوولینو په وینا دې سره به ریلي انتقالات زیات او په دې توګه به سوداګر راجلب شي، چې په بشپړېدو او عملي کېدو به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او ملي عواید به ورسره زیات شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس