معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د جاپان پخواني سفیر د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره کتلي

د جاپان پخواني سفیر د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کابل کې د جاپان پخواني سفیر تاکاشي اوکادا ویلي، چې هېواد یې له نړۍ سره د سرپرست حکومت د نږدې کېدو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
اوکادا د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د افغانستان او جاپان ترمنځ پر اړیکو سربېره د بشري مرستو په اړه هم خبرې اترې کړي دي.
حنفي په دې لیدنه کې د نړۍ له هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتنه کړې ده.
په ورته مهال د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبـ.ـیـ.ـح‌الله مـ.ـجاهـ.ـد ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د امنیتي مسایلو په اړه هم خبرې شوې دي.
د مجاهد په خبره حنفي ویلي، اجازه به ورنه‌ کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس