معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د جـ ـهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست جوړ شو

د جـ ـهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جـ.ـهادي ارزښتونو او تاریخ د ژوندي ساتلو په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې د جـ.ـهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست جوړ شو.

د ياد رياست چارواکو د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر په مشرۍ د دې وزارت د يو شمېر نورو مسوولينو په شتون کې لومړنۍ ناسته وکړه.

سرپرست وزیر په دغه ناسته کې ویلي، چې یاد ریاست به درې مهم فعالیتونه تر سره کوي، چې له سمعي او بصري، جهادي موزیم او مستند تاریخ څخه عبارت دي.

د نوموړي په وینا د دغه عمومي ریاست د جهادي موزیم برخه به د انګرېزانو، پخواني شوروي اتحاد او امریکا پر وړاندې د جهاد په ډګر کې پاتې شوي اثار راټول او یوځای کړي.

خيرخواه د جـ ـهادي ارزښتونو د ساتنې رياست مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به خپل ټول امکانات په کار واچوي، څو دغه ریاست ټاکل شویو موخو ته په ښه ډول ورسیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس