معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د جلال آباد ښار مهمې څلور لارې په امنیتي کمرو سمبال شوې

د جلال آباد ښار مهمې څلور لارې په امنیتي کمرو سمبال شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت مرکز جلال آباد ښار مهمې څلور لارې په امنیتي کمرو سمبال او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ ویلي، له دې چارې یې موخه د جرمونو مخنیوی او  ښار کې د لا ډاډمن  امنیت تامینول دي.

دغه لګول شوې ټول ټال ۱۲۰ امنیتي کمرې دي، چې څار او نظارت یې د امنیې قومندانۍ پرغاړه دی.

دغه ولایت کې اوسېدونکي وګړي، کسبګر او اصناف هم خوښ دي، چې د لا امنیت ټینګښت په موخه مهم ځایونه په امنیتي کمرو سمبال شول.

دغه امنیتي کمرې جلال آباد کې په داسې مهال فعالې شوې، چې د امنیتي مسوولینو په وینا په ټول توان هڅه کوي، چې رامنځته شوې امنیتي فضا همداسې وساتي او د لا ښه والي لپاره یې خپل امکانات په کار واچوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس