کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې خوست کې د جلغوزیو یو شمېر سوداګر له هېواده بهر د صادراتو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.
دوی د سرپرست حکومت له مشرانو غوښتنه کوي، چې بهرنيو هېوادونو ته دې د صارداتو لپاره هوايي لارې او نورې اسانتیاووې برابرې کړي.
بل لور د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، دوی د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې په موخه له مرکزي حکومت سره په اړيکه کې دي.
خوست کې د جلغوزيو اتحاديې مسوولینو د غيرې رسمي معلوماتو پر بنسټ، ښايي سږکال په سویل ختیځو ولایتونو خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو د جلغوزيو حاصلات تر ۳۵۰۰ ټنو پورې ورسيږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/